د کراچۍ پولیسو د دغه ښار په سهراب ګوټ کې دوه وسله وال وژلي دي.د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شیخ نن (پنجشنبه) مشال ریډیو ته ویلي پېښه نن سهار د سهراب ګوټ په مچرکالونۍ کې رامنځته شوې.
د هغه په خبره په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
پولیس چارواکي وایي وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان غړي دي.