د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ایجنسۍ کډوال بیرته خپلو سیمې ته ستنیږي


د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې ويلي چې د باړې د قمبر خیلو نه د بدامنۍ له وجې بې کوره شوي خلک نن (پنجشنبه) خپلو سیمو ته ستنیږي.

د باړې تحصیل مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان د چارشنبې پر ورځ مشال ريډیو ته وویل د کډوالو د واپسۍ لپاره یې ټول انتظامات کړي دي.

بلخوا قبایلي سیمو کې د قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره وايي د مالي وسایلو د نشتوالي له وجې د دوی د واپسۍ لپاره د ټرانسپورټ انتظام نه دې شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG