د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نړۍ د جنګ او امن، د ویرې او هیلې پر څلورلاره ده'


ولسمشر اوباما په خپله وینا کې زیاته کړه چې په اوکراین کې روسي ګامونو، د سړې - جګړې پس سمسمکی یا نظم ننګولی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې نړۍ د جنګ او امن، ګډوډۍ او بشپړتوب، د ویرې او هیلې پر څلورلاره ده.

«زموږ په نړۍ کې پیوسته ناکراري ده - هغه احساس چې یو ډول قوتونو موږ سره رایوځای کړي یو، نوي خطرونه زېږولي دي، د هر یک یوه هېواد لپاره یې دا ګرانه کړې چې خپل ځان له جهاني ځواکونو ګوښی وساتي. دا نن چې موږ دلته راغونډ یو، د ایبولا ناروغۍ وبا د لویدیزې افریقا د عامه روغیتا نظام ولکه کړی دی، او په ډېره بېړه له پولې ورتېرېږي. پر اروپا روسی یرغل، د هغو ورځو یادګېرنه کوي چې لویو ولسونو «ملتونو» به په خپله ځمکنۍ لټه پسې کوچني هغه تر پښو لاندې کول. په سوریا او عراق کې د ترهه ګرو ظلمونه موږ دې ته اړوي چې د دغه ترږمیو زڼۍ ته شېوه یا ورکوز شو»

ولسمشر اوباما په خپله وینا کې زیاته کړه چې په اوکراین کې روسي ګامونو، د سړې - جګړې پس سمسمکی یا نظم ننګولی دی. ده وویل چې امریکا او ملګري به یې د اوکرایني ولس تر څنګ ولاړ وي، ځکه چې هغوی خپله ولسواکي او اقتصاد پرمخ وړي. نوموړي وویل که روسیه غاړه ورته کښېږدي نو په اوکراین کې اوسنی اوربند د سولې یو نوی ور پرانیزي. که روسیه پر خپلې هغې لارې رهي شي چې د سړې – جګړې پس ته یې اخیستې وله، او د روسیې ولس یې سمسور او سوکاله کړی وو، نو د ګډو ننګونو پر وړاندې د یوموټي کېدو لپاره د روسيې هرکلی کوو او پر دوی لګېدلې اقتصادي بندیزونه پورته کوو.

د ملګرو ملتونو اسمبلۍ په غونډه کې اوباما د ایرانیو مشرانو او ولس په باب وویل، که تهران ورته باور او ډاډ ورکړي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی نو د ایران انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو کې یوه جوړجاړي ته رسېدلای شي.

اوباما په خپلو څرګندونو کې له تاوتریخوالي ډک تندلاریتوب یو کېنسر وباله چې د مسلمانې نړۍ ګڼې برخې یې ویجاړې کړې دي. اوباما زیاته کړه چې امریکا نه خو له اسلام سره په جنګ کې ده او نه به هم کله وي، او د مدنیتونو د ټکر هر یو فکر یې رد کړ.

ده وویل چې موږ د نه زغم، فرقه پالنې، او ناامېدۍ سره په پوره زور مبارزه نه ده کړې، چې د نړۍ په ګڼو برخو کې له تاوتریخوالي ډک تندلاریتوب ته ژوند ورکوي.

اوباما وویل، چې د اسلامي دولت وسله وال به هرومرو راچپه کوي او بالخره به یې نابودوي. اوباما پر نړۍ او پتېره پر مسلمان ټولنو ټینګار وکړ چې د القاعده او اسلامي دولت ایډیالوژي دې په ډاګه، په زوره، او په پرلپسې توګه رد کړي.

د ملګرو ملتونو عموي منشي بان کي مون هم د سيپټېمبر پر ۲۴مه نېټه د م.م اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل، چې بشري حقونه په ټوله نړۍ کې تر بریدونو لاندې دي. له بېرل بمونو تر سرغوڅونو، له کسته ولسي وګړي وږي ساتلو بیا پر روغتونو تر بریدونو، د ملګرو ملتونو تر سرپناوو، او مرستندویه کاروانونو پورې، بشري حقونه او د قانون واکمني تر بریدونو لاندې دي.

بان وویل، چې مشرتابه په ګډودیو او ناامېدیو کې د هیلې زڼۍ لټوي او غوړوي یې.

د روانې سیپټېمبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې به د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او حکومتونو مشران د ملګرو ملتونو اسمبلۍ غونډه کې برخه اخلي. د دغې غونډې مشرانو د سر سر اجنډا ښايي د اسلامي دولت اورپکيو، د اېبولا ناروغي وبا او د روسيې یرغل له لاسه راڅېرمه کړی ګواښونه او خطرونه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG