د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شازین بوګټي له کوره وسله نیول شوې


په کوټه کې د امنيتي ځواکونو سرچينې وايي، سرتېرو یې د نوابزاده شاه زین بوګټي له کوره په لوی مقدار کې باروت او نوره وسله نیولې.

دغه سرچينې چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې خپور شي، مشال راډيو ته وویل، د پاکستان ملېشه ځواکونو د چارشنبې پر ورځ د کوټې په الګيلاني روډ کې د نوابزاده شاه زین بګټي پر کور چاپه ووهله، او په لوی مقدار کې باروت او نوره وسله يې ترلاسه کړې ده.

سرچينه زیاتوي، په دې چاپه کې يې هېڅوک هم نه دي نیولي.

نوابزاده شاه زین بوګټی د بلوڅ سپين ږيري وژل شوي مشر نواب اکبر خان بوګټي لمسی او د جمهوري وطن ګوند سیاستوال دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG