د لاسرسي ځای

په غزني، خوست او پکتیکا کې ۱۰ وسله وال وژل شوي


په پکیتا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې یادو ځواکونو د غزني، خوست او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتو کې د درنو وسلو په بریدونو او د عملیاتو په ترڅ کې لس وسلوال وژلي او اتلس نور يې ټپیان کړي دي.

د ملي اردو د تندر قواوو څخه د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده مرګ ژوبله وسلوالو ته د غزني په اجریستان ولسوالۍ، د خوست په بابرک تاڼه او د پکیتکا ولایت د میټاخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵ وسلوال د غزني ولایت د اجریستان او اب بند د ولسوالیو په مربوطاتو کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د خوست د بابرک تاڼې په سیمه کې د وسلوالو پټن ځایونه په نښه شوي او د درنو وسلو په بریدونو کې يې څلور وسلوال وژلي او لس نور يې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د پکتیکا د میټاخان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو وسلوال پسې یوه کړۍ ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال چاودلی او ماین خښوونکی يې وژلی دی.

XS
SM
MD
LG