د لاسرسي ځای

د ای اېس ای نوي مشر له هند سره د روغې جوړې وړاندیز کړی وو


ډېلي بيسټ ليکې چې جنرال رضوان په خپله مقاله کې شکايت کوي، چې د کمزوري رپورټنګ په نتيجه کې د پاکستان تصوير خراب ښودل کېږي خو د ليکوال په خبره نوموړي دا خبره بېخي له پامه غورځولې وه چې په خپله ای اېس اي د پاکستان په ميډيا کې د امريکا ضد جذباتو تخم شيندلی دی.

د امريکا ډېلي بيسټ د ای اېس ای د نوي ګمارل شوي مشر ليفټینېنټ جنرل رضوان اختر د شخصيت او سوچ په اړه په خپل رپورټ کې په پاکستان کې دننه او بهر د پوځ او ای اېس ای د رول په اړه په ډېر تفصيل سره ليکل کړي دي.

مقاله د نوموړي په اړه وايي، جنرال رضوان اختر په دوه زره اتم کال کې د امريکا په پوځي جنګي کالج « ارمي وار کالج» کې پر يوه تحقيقاتي پروژه کار کړی وو.

د ده د تحقيق موضوع ( د پاکستان او امريکا ترمنځ بې باوري او د ترهګری ضد جګړه) وه.

د ډېلي بيسټ ليکوال بيا د هغه د مقالې د ځينو برخو جاج اخلي.

ليکوال وايي، جنرال رضوان اختر په خپله مقاله کې د پاکستان د ټولو ستونزو ذمه واره امريکا او مغربي ملکونو ګڼلي ول، دا شان د ده په فکر د ترهګری ضد جګړه کې د پاکستان رول د احترام وړ دی خو د ده په خبره د دې ستاينه نه ده شوې.

دا رنګه جنرال رضوان اختر د وسله والو طالبانو پر ضد د امريکا د جارحانه ګامونو ذکر کړی وو خو دا خبره نه ليکې چې ګواکې په نوولس سوه نويمو کلونو کې د طالبانو په جوړولو کې پاکستان کردار ادا کړی وو.

ډېلي بيسټ پر مخ ليکې چې جنرال رضوان په خپله مقاله کې دا شکايت کوي ، داسې کمزوری رپورټنګ کېږي چې په نتيجه کې يې د پاکستان تصوير خراب ښودل کېږي خو د ليکوال په خبره نوموړي دا خبره بېخي له پامه غورځولې وه چې په خپله ای اېس اي د پاکستان په ميډيا کې د امريکا ضد جذباتو تخم شيندلی دی.

د ډېلي بيسټ ليکوال کریس البرټن بيا د ځان مثال ورکوي.

دی وايي کله چې له کال دوه زره نهمه بيا تر دوولسم کاله پورې په اسلام اباد کې له رويټرز خبري اژانس سره کار کولی نو و يې ليدل چې ای اېس ای په ټوله سيمه کې د پروپېګنډې يو منظمه ذريعه وه.

د ليکوال په خبره هم دغه ای اېس ای ده چې اوس به يې جنرال رضوان اختر چلوي.

په پای کې ليکوال وايي، جنرال اختر په خپله تحقياتي پروژه کې د امريکا او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ د شته فاصلې راکمولو ږغ کړی وو او د دې لپاره يې ځينې وړانديزونه کړي ول.

هغه دا چې پاکستان پکار دی خامخا د حکومت کولو خپل انداز اصلاح کړي، معيشت ښه کړي، له اسلامي سختدريځۍ سره مقابله وکړي او له منځه يې يو سي او دا رنګه له زغمه ډکه ټولنه جوړه کړي.

جنرال رضوان اختر په خپله تحقيقاتي مقاله کې دا هم ليکلي ول، تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پاکستان بايد له هندوستان سره په ډير شدت سره يوې روغې جوړې ته د رسېدو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG