د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د درو تنو مړي موندل شوي


نن «نهې ورځ» د کوزه مومندو په پنډیالۍ سیمه کې د درېوو کسانو موندل شوي چې پیژند ګلوي یې نه ده شوې. چارواکي وايي جسدونه په مردکیو لګیدلي او معلومه نه ده چې دوی چا او ولې وژلي دي ؟


د مومند ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې مشال راډیو ته ددې پېښې تصدیق وکړ او دایې هم وویل چې د لیویز او خاصه دارو ځواکونه سیمې ته استول شوي څو دغه جسدونه د پوسټ مارټم لپاره کوم نږدې روغتون ته ولیږدوي.
په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي څلور میاشتې وړاندې هم د یادې سیمې په ډنډ کلي کې د څلورو کسانو جسدونه په ورته ډول موندل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG