د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني وزیراعظم نوې افغان مشرتابه ته مبارکي وویله


وزیراعظم نواز شریف نن سهار «نهې ورځ» د افغاستان له نویو مشرانو اشرف اشرف غني او عبدا الله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې او په افغاستان کې د امن او جوړجاړي لپاره یې د خپل بشپړ ملاتړ باور ورکړی دی.

وزیراعظم نواز شریف نن سهار «نهې ورځ» د افغاستان له نویو مشرانو اشرف اشرف غني او عبدا الله عبدالله سره ټیلیفوني خبرې کړې او په افغاستان کې د امن او جوړجاړي لپاره یې د خپل بشپړ ملاتړ باور ورکړی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي له مخې وزیراعظم نواز شریف د افغانستان دواړو مشرانو ته مبارکي وویله او د پاکستان د دورې بلنه يې ورکړله.

تر د دې مخکې پر ۲۱ م سیپټېمبر هم وزیراعظم نواز شریف د افغانستان نوي ولسمشر ته د مبارکۍ په یو پیغام کې د پاکستان دورې بلنه ورکړې وه.
د دواړو ملکونو ترمینځ اړیکو په باب خبریال طاهر خان وایي، چې له تلونکي ولسمشر حامد کرزي سره د پاکستان ښه تعلقات نه دي پاته شوې او لا هم پر ځینو معاملو د دواړو ملکونو ترمینځه تاو تریخوالې شته خو د افغانستان نویو مشرانو په خپلو انتخابي منډو ترړو کې د ښو تعلقاتو خبرې کړې وې.

دی زیاتوي، ،، د روانې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ غونډه ده او افغانستان به د دواړو ملکونو ترمینځ ځینې مسلې رااوچتوي نو چې کله هلته یو ملک د بل ملک خلاف شکایت کوي نو دا ښیي چې تعلقات ډیر زیات خراب شوي دي. نو د نواز شریف لخوا له ټیليفون کولو او بلنې ورکولو داسې ښکاري چې امیدونه پیدا شوي دي،،

د افغان چارو یو بل کارپوه او خبریال رحیم ا لله یوسفزی وايي، وزیراعظم نواز شریف له وړاندې خواهش درلود چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي او له یو بل سره تجارت وکړي.

،، د اړیکو ښه کیدو لپاره د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکو دورې هم کړې دي، خو د اعتبار چې کوم کمی دی نو هغه اوس هم خنډ دې. زه فکر کوم، نواز شریف غواړي چې تعلقات ښه شي خو د هغه نورې ډېرې سیاسي مسلې دي نو ممکنه ده چې هغه په خپله پالیسي عمل ونکړي،،

یاده دې وي چې په افغانستان کې د نوي حکومت راتلو په اړه د پاکستان خارجه چارو دفتر پر ۲۱ سیپټېمبر په خپل یو بیان کې ویلي ول چې د پاکستان ولس او حکومت د دواړو افغان صدارتي امیدوارانو ترمینځه شوي جوړجاړي ته په درنه سترګه ګوري او دا یو مثبت پرمختګ بولي.

په بیان کې دا هم ویل شوي ول چې پاکستان به یو پرامنه، متحد او مضبوط افغانستان لپاره خپل کوششونه او مرستې جاری ساتي.

XS
SM
MD
LG