د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې وسله والو د درو عسکرو په ګډون څلور تنه وژلي


د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د وسله والو طالبانو په برید د درو امنیتي عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د هنګو د پولیسو چارواکي وايي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمي بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله وسله والو له قاضی پمپ سره نیژدې پر امنیتي پوستې برید وکړ.

د پښتونخوا هنګو هم یو له هغو ناامنو سیمه ده چې بیا بیا پکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG