د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ګڼ کلتورونه او زغم هېوادونه پیاوړي کوي'


پلورليزم څه ته وايي؟ د پلورليزم مطلب دا دی چې موږ خپل اختلافات، که هغه مذهبي ولې نه وي له ځان سره وساتو خو دا ده چې موږ به له نورو سره اړيکې هم ساتو، داسې نه چې ځان يواځې کړو.

د نيويارک ټايمز په يوه مقاله کې راغلي دي په بریتانیا کې د ګڼ کلتوريزه نظام له وجې ځینې خلک له دې هيواده د ازادۍ په ترلاسه کولو کې کامياب نشو.

د مقاله ليکونکي په خبره د ګڼ - کلتوريزه » پلوراليزم» نظام مطلب دا دی چې «موږ خپل اختلافات، که هغه مذهبي ولې نه وي له ځان سره وساتو خو دا ده چې موږ به له نورو سره اړيکې هم ساتو او داسې نه چې ځان يواځې کړو. حقيقي ګڼ - کلتوريزه نظام له يو بل سره په خبرو، مکالمو، په خپل ځان تنقيد په مفاهمت او بحث سره جوړيږي خو بحث داسې پکا وي چې يو بل پکې واوريدل شي.»

په ورځپاڼه نيويارک ټايمز کې ليکوال تومس فريد مېن په خپله يوه مقاله کې وايي دا اوونۍ چې هغه په بریتانيا او فرانس کې تېره کړه، د ده لپاره ډېره عجيبه وه. لومړی دا چې کله ده وليدل د سکاټلېنډ بيلتونغوښتونکو د خپلواکۍ لپاره هڅې کولې او خلک يې هڅول چې د دوی په ملاتړ کې رايې واچوي او بيا دا چې په سپېن کې ازادي غوښتونکي د سکاټلېنډ د ريفرنډم نتيجې څومره مايوسه کړل.

ليکوال وايي په دغه موقع د سکاټلېنډ ځنې خلک پر دې خوشاله وو چې زياترو يې له بریتانيا د ازدۍ مخالفت وکړو او له بریتانيا سره يې د اوسيدو په حق کې ووټونه واچول. ځنو بيا د امريکا مننه کوله. ځنو بيا دا ويل (( چې موږ د مضبوطيا ډيرې وسيلې لرو خو نن زموږ تر ټولو لويه شتمني زموږ ګڼ کلتوريزه او ګڼ ټولنيزه سيسټم دی او هم دی نظام له موږه يو قام جوړ کړی دی او دارنګ مختلف کلتورونه چې له يوبل سره ګډوډ شوي دي دا زموږ طاقت دی او هم دې موږ د دې جوګه کړو چې په ګډه سره يو ګام پورته کړو ))

ليکوال وايي (( ما وړاندی هم دا پوپښتنه کړې وه چې کوم يو هېواد داسې يو تورپوستی تن دوه وارې ولسمشر جوړ کړی دی چې په نوم کې يې حسين راځي او نيکه يي مسلمان وي او دغه تورپوستی لومړی يوې ښځې او بيا مورمن يا د عسايانو د يوې بزرګې فرقې غړي ته ماتې ورکړې وي) د ليکوال په خبره هغه ته پوره باور دی چې په خپل ژواندنه به ونه ويني چې په بریتانیا کې به يو پاکستانی وزيرعظم جوړ شي يا يو مراکو نژاده به د فرانس ولسمشر وټاکل شي.

د مقاله ليکونکي په خبره پلوراليزم » ګڼ - کلتوريزه نظام» ولې نن دومره د ارزښت وړ دی، نو د دې دوه وجې دي يو سياست او بل ايجادات. خو لومړۍ خبره دا ده چې پلورليزم څه ته وايي؟ د پلورليزم مطلب دا دی چې موږ خپل اختلافات، که هغه مذهبي ولې نه وي له ځان سره وساتو خو دا ده چې موږ به له نورو سره اړيکې هم ساتو، داسې نه چې ځان يواځې کړو. خو دا ده چې کوم حقيقي ګڼ - کلتوريزه نظام دی هغه له يو بل سره په خبرو مکالمو، بحث، په خپل ځان تنقيد او په مفاهمت سره جوړيږي خو بحث به داسې وي چې يو بل په کې واوريدل شي.

د ليکوال په خبره که منځني ختيز ته وکتل شي نو په دغو هيوادونو کې ګڼ کلتوريزه نظام شتون نه لري. په عراق او شام کې په سنيانو، شییعه ګانو، ترکمنو، عسايانو، يهوديانو او يزیدانو باندې له پخوا راهيسې سلطنت عثمانيه، بيا بریتانیا، فرانس او په اخره کې پرې ځايي باچاهانو په زوره حکمراني کړې ده او دارنګ يو طاقتور تن په خپل زور باندې په ټولنه کې ثبات ټينګ ساتلی دی خو خبره دا ده چې اوس د رابطو د جديد نظام او ټکنالوجۍ له وجې د دغه باچاهانو کنټرول کمزوری شوی دی. نو حقيقت دا دی چې دغه هيوادونه به اوس ګڼ کلتوري نظام خپلوي ګنې تل به په کې تشدد وي.

XS
SM
MD
LG