د لاسرسي ځای

تازه خبر

اهل سنت والجماعت پر وژل شوي مفتي ویر اعلان کړ


بېګا ماښام پر دوو موټر سایکلو سورو نامالومه وسله والو د راجه بازار د مشر مولانا اشرف علي زوې مفتی امان الله په دمیال سړک وواژه.

اهل سنت والجماعت او پاکستان علما کونسل راولپنډې کې د جامعه تعلیم القران د یو مفتی په وژنې د درې ورځې ویر اعلان کړیدې او له حکومته یې غوښتنه کړې چې زر تر زره دې د پېښې ککړ کسان ونیول شې.

بېګا ماښام پر دوو موټر سایکلو سورو نامالومه وسله والو د راجه بازار د مشر مولانا اشرف علي زوې مفتی امان الله په دمیال سړک وواژه.

د مفتی امان الله تعلق اهل سنت والجماعت سره وو.

اهل سنت والجماعت د راولپنډۍ څانګې ویاند حافظ انیب فاروقي مشال راډیو ته وویل چې د دوی تنظیم د دې پېښې غندنه کوي او له حکومته د ککړو خلکو نیولو غوښتنه کوي.

نوموړي له مشال راډیو سره خپلو خبرو کې زیاته کړه ،، چې پروسږ کال د راولپنډۍ پیښه کې د دوی څوارلس کسان وژل شوي ول او له دې علاوه تر اوسه پورې په پنډې او اسلام اباد کې یې اوولس غړي په نښه شوي دي.

هغه تېره ورځ د پنډې پر یو امام باړه د شوې حملې غندنه وکړه. او ویې ویل چې د دوی خلک په هغه پېښه کې لاس نه لري.

،، په امام باړو چې کومې د حملو خبرې مخې ته راغلې دی نو د دې په شا تاسو ګڼلی شی چې داسې عوامل یا داسې عناصر به وي چې له موقعې فایده اوچتوي. د محرم میاشت نزدې ده نو داسې عناصر به د تشدد کاروایانې کوي چې فرقه ایزې مسلې راپیدا شي او د ملک امن و امان خراب شي،،

د ده په وینا چې هر چا د عبادتځي د تحفظ ذمه واري د حکومت ده او داسې عناصر بلکې تر هغې مخکې قاتلان نیول هم د حکومت ذمه واري ده.

د راولپنډې د ارايي بازار تاڼې سب انسپېکټر طاهر محمود مشال راډیو ته د دې پیښې په اړه وویل، ،، یو تن ډېر زیات ژوبل دی او بل پر هغه ځای ساه ورکړې وه. د وژل شوی نوم مفتی امان الله وو او د شاګرد نوم یې محمود اظهر دی چې ژوبل دی. تر وخت مخکې د پیښې په اړه څه نشو ویلی خو موږ له بېګا شپې راهیسې د دې په تحقیقاتو لګیا یو،،

د ذکر وړ ده چې بېګا ماښام پېښه کې د یو شاګرد د زخمي کیدو اهل وسنت والجمعات تردید کوي.

XS
SM
MD
LG