د لاسرسي ځای

ً په سوات کې چې څوک خبره کولای شي، څوک ښه مشر وي، ښه لیکوال وي، څوک ښه جرګه کولای شي، ښه ډاکټر وي، ښه انجنیر وي او څوک ښه وکیل وي، هغوی ټول د ژوند له خطر سره مخامخ ديً.

پراګ: د خیبر پښتونخوا په سوات کې له تېرې څه مودې راهسې په هدفي وژنو ، ګرځبندیزونو او کور پر کور پوځي عملیاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

ځايي خلک وايي، یو پلو د ناڅرګندو کسانو له خوا په نښه کېږي او بل پلو یې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

د کبل تحصیل اوسېدونکی او د ځايي وکیلانو مشر سردار احمد وايي، وسله وال په ټولنه کې د کار سړي وژني.

سردار احمد وویل، ً په سوات کې چې څوک خبره کولای شي، څوک ښه مشر وي، ښه لیکوال وي، څوک ښه جرګه کولای شي، ښه ډاکټر وي، ښه انجنیر وي او څوک ښه وکیل وي، هغوی ټول د ژوند له خطر سره مخامخ ديً.

سردار احمد زیاته کړه چې یو خوا په سوات کې وېره ورځ تر بلې زیاتېږي او بل پلو د ترهګرو پر ضد تګلاره لا هم نده څرګنده.

د سوات قامي جرګې له تېرو څو کلونو راهسې په دې سیمه کې د ترهه ګرۍ ضد هلې ځلې جاري ساتلې دي، چې له کبله یې یو شمېر غړي په نښه شوي هم دي.

مختار خان یوسفزی

مختار خان یوسفزی

د یادې جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مخکښ مختار خان یوسفزی وايي، که څه هم په سوات کې د طالبانو واکمني نشته خو بیا هم وژنې روانې دي او د خلکو ژوند خوندي نه دی.

مختار خان یوسفزي زیاته کړه، ً په سوات کې په پرلپسې توګه هدفي وژنې روانې دي. او تر ټولو زیاته د اندېښنې خبره دا ده چې تر اوسه په دې تور نه څوک نیول شوي دي او نه هم په ګوته شوي ديً.

مختار خان یوسفزي وویل چې د سوات خلک په دې نه دي خبر چې پوځ او امنیتي ادارو هلته څه روان کړي دي او هدف یې څه دی.

د سوات له مټې سره تعلق لرونکی او د تحریک انصاف د صوبايي حکومتي کابینې غړی محمود خان وايي، په سوات کې د روانو حالاتو په اړه د حکومت او پوځ دریځ یو دی.

محمود خان په هدفي وژنو کې د وژل کېدونکو کسانو په اړه وویل، ً په دې کې زیاتره د دفاعي کمېټیو غړي په نښه کېږي او د دې امکان هم شته چې خلک پکې خپلې دښمنۍ کويً.

د ځايي وکیلانو مشر سردار احمد وویل، د پوځ کار د وسله والو پر ضد عملیات کول وو او هغه یې وکړل او اوس باید سیمه ځايي انتظامې ته وسپاري.

محمود خان وویل ، ً په سوات کې امن یوازې او یوازې هغه وخت راتلای شي چې پوځ واک ځايي انتظامې ته وسپاري کوم چې د سوات له هر څه او هر سړي سره بلد دي. پوځ له ځايي انتظامې څخه واک اخیستی دی او هغوی بلکل بې واکه دي ً.

خو صوبايي وزیر محمود خان وايي، ً دا خبره بلکل غلطه ده چې ځايي انتظامیه بې واکه ده. پوځ او ځايي انتظاميه دواړه واک لري او هر څه چې کوي، په ګډه یې کويً.

مختار خان یوسفزي وویل چې پوځ به پخوا په اونۍ کې یو ځل د قامي جرګې له خلکو او مشرانو سره خبرې کولې او اوس چې ورسره دوی خبرې کول غواړي هم نو پوځي چارواکي پلمې جوړوي.

ده زیاته کړه چې پوځ د چاپو په بهانو د خلکو په کورونو ننوځي، چې د پښتونو د کلتور پر ضد کار دی خو بیا هم دا لړۍ دوام لري.

سردار احمد وویل چې، ً ما د وکیلانو د مشر په حیث له پخواني چیف جسټس افتخار محمد چودري سره ولیدل او په سوات کې د روانو حالاتو ټوله کیسه مې ورته وکړه خو هغه یوازې وخندلً.

XS
SM
MD
LG