د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني احمدزی د افغانستان ولسمشر شو


اشرف غني احمدزی
اشرف غني احمدزی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون د هیواد د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د تفتیش شویو رایو پایلې اعلان کړې. د نوموړي کمیسون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې په هم دې اړوند جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل :

(( دافغانستان د انتخاباتو کمیسون ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلانوي. ))

احمد یوسف نورستاني داهم وویل چې ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اجرایوي مشر په توګه مبارکي وايي.

نوموړي په دې خبري غونډه کې دا ونه ویل چې کوم کاندید څو فیصده رایې خپلې کړي دي. همدارنګه د هیڅ خبریال پوښتنې ته هم په خبري غونډه کې ځواب ونه ویل شو.

تر دې وړاندې اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله د اتوار په ورځ په ارګ ګابل کې د ولسمشر حامد کرزي او د نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو او مشرانو په وړاندې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په اړه یوه لوظنامه لاس لیک کړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي ددې اقدام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هغه او د هغه مرستیالان به د نوي جوړیدونکي حکومت سره د غوښتنې په صورت کې ملاتړ کوي.

دامریکا سپینې ماڼۍ هم ددې لوظنامې لاس لیکیدل وستایل او د افغانستان د خلکو نه یې وغوښتل چې ددې ګام ملاتړ دې وکړي.

XS
SM
MD
LG