د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا : افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړېدو لپاره تړون ستایو


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره د تړون په لاس لیکلولو خوښي ښکاره کړه.

سپینې ماڼۍ د اتوار په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا متحده ايالات د ملي وحدت د حکومت د هوکړه ليک د لاسليکولو له امله د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ستاینه کوي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د دغه هوکړه ليک لاسليکول د افغانستان سياسي بحران ته د پای ټکی ږدي او په راتلونکې د باور او اعتماد حس بیا را ژوندی کوي.

امریکا وايي : د هغوی د برياليتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، دوی د دغه هوکړه ليک ملاتړ کوي او د راتلونکي حکومت سره همکارۍ ته تيار دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې دغه هوکړه لیک په افغانستان کې د يووالي او ثبات لپاره ارزښتمن فرصت په ګوته کوي او امریکا د افغانستان د سياستوالو، مذهبي مشرانو او د مدني ټولنې د مشرانو په ګډون له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کوي چې د دغه هوکړه ليک څخه ملاتړوکړي او په ګډه د يوبل مرستې، همکارۍ او زغم ته دې دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG