د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : دواړو نوماندانو د ملي یو والي د حکومت تړون لاس لیک کړ


د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ولسمشر کرزي سره
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ولسمشر کرزي سره

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نوماندانو اشرف غني احمد زی او عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د ملي یوالي د حکومت د جوړولو په لوظنامه لاسلیک وکړ.

په دې موقع د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل په دې خوشاله دی چې د افغانستان ولس د خپل راتلونکي حکومت د جوړښت لاس لیک ولیده :

(( خوشاله یم چې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمد زی، په یو افغاني تفاهم کې ددې وطن د خیر ښیګړې لپاره ، د ترقۍ او هوساینې لپاره سره په مشوره او صلاح شول او د افغانستان لپاره یې د ائنده حکومت جوړښت تنظیم کړ. ))

افغان ولسمشر حامد کرزي دواړو مشرانو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې دی او دده مرستیالان به دواړو سره تل مرسته او ملاتړ کوي.

له دې سره به په افغانستان کې روان انتخاباتي کړکیچ پای ته ورسیږي ، د ملي یو والي حکومت به جوړ شي او دواړه نوماندان به په راتلونکي حکومت کې برخه ولري.

XS
SM
MD
LG