د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ګرځبندېز ، هنګو کې مخور دیني عالم وژل شوی


فایل فوټو
فایل فوټو

د سوات په تحصيل کبل او خواو شاه سيمو کې د اتوار د ورځې له سهاره د امنیتي ځواکونو لخوا ګرځبندېز لګول شوی، او کور په کور د لټون عملیات پيل شوي دي.

د سوات ځايي خلکو مشال راډيو ته وویل ، چې سهار وختي د پاکستان پوځ په جماعتونو کې اعلانونه وکړل چې ولس دې له خپلو کورونو نه نه راوځي. د سوات د کبل یو وکیل سردار احمد په دې اړه وایې :

(( سوات کې اوس هم ملکي حکومت شته ، پکار ده چې پولیس، استخبارات او کمیشنر امنیتي واګي په لاس کې واخلي، نه دا چې پوځ دې په سیمه کې عملیات کوي او ګرځبندېز دې اعلانوي. ))

ځايي خلک وایي د تحصيل کبل زياتره لویې لارې تړل شوي او خلک په خپلو کورونو کښې بند دي.

هلته د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د مولانا شېر عالم په نوم یو ځایي مشر په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د پولیسو په خبره، دغه پیښه داتوار په ورځ شاوخوا اوه بجې په توره غونډی سیمه کې مخې ته راغلې ده.

د دوابې تاڼې پولیسو مشال ریډیو ته ویلي چې د مخکې نه ناست نامعلومو وسلوالو په مولانا شیر عالم فاروقي هغه وخت ډزې وکړې کله چې هغه د خپل کور نه مدرسې ته روان و.

په پښتونخوا کې وخت په وخت مخور دیني عالمان د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو کې وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG