د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه : چاودنه کې ۱۳ ژوبل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د کوټې پولیس چارواکي وایې تیره شپه د یوولسو بجو پرمهال په پنج فوټه چوک کې چاودنه شوې، چې پکې دیارلس کسان ژوبل شوي دي. پولیس زیاتوي، چاودنه په يوه سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاودونکو توکيو په وسیله شوې ده، چې په ژوبلو کې يې اکثره د پنجاب صوبې اوسېدونکي مزدوران دي.

د پیښې یو ژوبل تن مشال راډیو ته له پېښې وروسته وویل :

(( مونږ ویده وو ، په ځان نه یو پوه شوي خو شیشې ماتې شوې او پر موږ راپریوتلې ، موږ دلته مزدوري کوو او د ملتان اوسیدونکي یو. ))

د کوټې د سنډيمن روغتون ډاکتران وايي، دغه روغتون ته يې ټول دیارلس ټپیان وروړي ، چې پکې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي. ددې چاودنې پړه لاچا نده منلې.

XS
SM
MD
LG