د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمينې برابرې شوي


په ننګرهار کې د مثبت بدلون په نوم يوې مدني ټولنې ۱۱۵ تنه ځوانان د ادارې او منجمنټ، سياسي او حقوقي اصطلاحاتو او ژورناليزم ، له دريو مياشتيني روزنيز کورس نه د تيرې جمعې په ورځ فارغ کړل.

په ننګرهار کې د مثبت بدلون په نوم يوې مدني ټولنې ۱۱۵ تنه ځوانان د ادارې او منجمنټ، سياسي او حقوقي اصطلاحاتو او ژورناليزم ، له دريو مياشتيني روزنيز کورس نه د تيرې جمعې په ورځ فارغ کړل. ځوانان خوشحاله وو چې په یادو برخو کې يې زده کړې تر لاسه کړې وې.

سره له دې چې په ننګرهار کې پر دولتي پوهنتونونو سربيره يو شمير شخصي پوهنتونونه هم پرانستل شوي چې په بیلابيلو برخو کې ځوانانو ته روزنه ورکوي، خو تر څنګ يې داسې مدني ټولنې هم په فعاليت بوختي دي چې په وړيا توګه په کې ځوانانو ته د زده کړو زمينې برابرې شوي دي.

په دې ټولنې هم يوه هم مثبت بدلون ټولنه ده چې د نورو فلاحي کارونو تر څنګ هغه ځوانان چې له دولسمو ټولګيو فارغ شوي وي، په لنډ مهال کورسونو کې ورته د ژورناليزم، سياسي اصطلاحاتو او ادارې او منجمنټ پر برخه کې زده کړې ورکوي چې د څلورمې دورې په زده کوونکو يې د فراغت سندونه وويشل.
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

« دا د مثبت بدلون ټولنې له خوا د ځوانانو د فراغت څلورمه دوره وه. په دې دوره کې ۱۱۵ تنه ځوانان د ژورناليزم، سیاسي اصطلاحاتو او ادارې او مديريت په برخه کې ورزل شول.»

د مثبت بدلون ټولنې يو تن استاد سيد خالد سادات چې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې يې په رضکارانه توګه درس ورکولو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
« ځوانان په دې پوه شو چې قانون څه مانا، همدارنګه لایحه څه مانا، مقرره څه مانا او طرزالعمل څه مانا، د دې تر څنګ په انتقالي عدالت باندې هم دوی ته رڼا واچول شوه، د قانون په انواعو باندې، د قانون په تشکیل باندې، او د قانون په مختلفو عماصرو باندې رڼا واچول شوه. د دې تر څنک يو کلي چيفټر لرو چې دا مو پرې وويشل.»

يو تن ځوان خوشحاله و چې په وړيا توګه يې د ژورناليزم په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې.

« زما نوم نورمحمد مموزی دی، له هغو استادانو څخه چې موږ ته يې په دغه کورس کې د دريو مياشتو په دوران کې درس راکړی، ډیر زیات منندوی يو. موږ به انشاالله دغه موضوعات چې تر لاسه کړي دي، دغه موضوعات به نورو ملګرو ته رسوو.»

د فضل حق سعيد چې د ياد کورس په دريو برخو کې يې زده کړې تر لاسه کړې وې، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، څه يې چې زده کړې نورو خلکو ته به يې ورسوي.

« د ژورناليزم په برخه کې مې د ژورناليزم اهداف زده کړل، د ژورناليزم اخلاق مې زده کړل او اصول مې زده کړل. حقوقي اصطلاحاتو کې وپوهيدم چې سیاستوال بايد کوم لغات استعمال کړي، اداره او منجمنټ کې په دې وپوهيدم چې مديريت باید څنګه وي، ارزونه بايد د يوه پروګرام څنګه وشي، په دغه برخه کې ما زده کړې تر لاسه کړي او په اینده کې غواړم چې دغه خپلې زده کړې نورو خلکو ته ورسوم.ِ»

د مثبت بدلون ټولنې مسوولين وايي چې په تيرو څلورو دورو کې يې د ادارې او منجمنټ، سياسي اصطلاحاتو او ژورناليزم په برخه کې تر شپږ سوه تنو پورې ځوانان روزلي او په راتلونکي کې به دا لړۍ روانه وساتې.

XS
SM
MD
LG