د لاسرسي ځای

کابل: د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو وروستۍ پایلې په یکشنبه اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند نور محمد نور

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن چارواکي وایې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

کابل : د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن چارواکي وایې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

د دې کمیشن ویاند نور محمد نور وايي چې دا پرېکړه یې د شنبې ورځې په غونډه کې وکړه چې د افغانستان د ولس انتظار پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو استازو هم ویلي چې د شنبې د ورځې تر پایه به یو وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

بل پلو د افغانستان د ازادو او منصفانه انتخاباتو موسیسه (فیفا) وايي چې تر یو سیاسي هوکړې وړاندې باید نتیجې اعلان نه شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش هم پر ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ږغ کړی وو چې ژر تر ژره د ملي وحدت د حکومت په اړه یو هوکړې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG