د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان عدالت د نوازشریف پرضد د اداري فساد کیسونه ختم کړل


د پاکستان يوه عدالت د دې هيواد د وزيرعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ پرضد د اداري فساد (کرپشن) دوه کيسونه ختم کړي دي.

د جعمې پر ورځ په اسلام اباد کې د احتساب عدالت وويل چې دغه کيسونه پر سياسي بنيادونو جوړکړل شوي وو.

پر نواز شريف او کورنۍ یې تورونه لګول شوي وو چې له نامالومو یې د سرچينونه په ترلاسه شويو پیسو په واسطه اثاثې جوړکړې وې.

دا کيسونه د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په دور حکومت کې جوړشوي وو.

د عدالت پريکړه پر داسې وخت مخې ته راغلې ده چې د نواز شريف پرضد په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته روانه ده.

مظاهره چيان پر نوموړي تورلګوي چې په وروستيو ټاکنو کې يې درغلي کړې وي خو نواز شریف دا نمني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG