د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پوهانو وژنه دوام لري


د کراچۍ د هدفي وژنو یو پخوانی عکس
د کراچۍ د هدفي وژنو یو پخوانی عکس

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په هدفي وژنو کې د نورو کسانو تر څنګ یو شمیر پروفیسران ، دانشوران ، وکیلان او ډاکټران هم په نښه کیږي.

کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې په هدفي وژنو کې د نورو کسانو تر څنګ یو شمیر پروفیسران ، دانشوران ، وکیلان او ډاکټران هم په نښه کیږي . د دې لړۍ په تازه پېښه کې د پنجشنبې په ورځ په ګلشن اقبال کې د کراچۍ پوهنتون د اسلامیاتو د څانګې مشر ډاکټر شکیل اوج نامالومه وسله والو په هدفي توګه وواژی.

د کراچۍ د پولیس چارواکي د زیاتره پوهانو او دانشورانو د وژنې لامل فرقه ییز تاوتریخوالی ښي .

د کراچۍ د پولیسو ایس ایس پي عمران شوکت په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، ً په کراچۍ کې تر شل د زیاتو مختلفو کلتورونو خلک ژوند کوي ، دلته له شلو تر ۳۰ ژبې ویل کیږي ، بېلا بېل مسلکونه هم دلته شتون لري. د مسلک او فرقې پر اساس دلته وژنې کیږي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې پروفیسران ، دانشوران او ډاکټران هم په نښه کیږيً.

چارواکي وایي چې د ډاکټر شکیل اوج د وژنې لومړنۍ رپورټ یا ایف ایي ار یې لیکلی او پولیسو د کراچۍ یونیورسټۍ له استازانو څخه هم په دې لړ کې پلټنې پیل کړې دي.

پر حالاتو نظر لرونکي وايي چې په کراچۍ کې که د یوې فرقې دیني عالم ، دانشور یا بل د سر سړی ووژل شي نو ورپسې د متحاربې او مخالفې فرقې د سر سړی هم په نښه کیږي.

د پولیسو د شمېرې تر مخه تر اوسه په وژل شویو دانشورانو او دیني عالمانو کې له شیعه او سني مسلکونو سره تعلق لرونکي خلک په نښه شوي دي. د دې ترڅنګ د احمدي فرقې یو شمیر ډاکټران او دانشوران هم د ورته پېښو ښکار شوي دي.

په کراچۍ کې د وفاقي اردو یونیورسټۍ د ژورنالیزم د څانګې مشر ډاکټر توصیف احمد خان وایي په کراچۍ کې د دانشورانو د وژنې لړۍ په ۱۹۹۸ کې د حکیم محمد سعید له وژنې راهسې پیل شوې ده چې لاهم دوام لري.

ډاکټر توصیف احمدخان زیاته کړه ، ً زما په اند په کراچۍ کې وژنې او په دې کې د دانشور طبقې په نښه کول ډېره د اندیښنې وړ خبره ده ، له دې سره نه یوازې د کراچۍ بلکې په نړۍ کې د پاکستان په اړه د خلکو په تاثر بد اغیز پریوزي ً.

د ډاکټر توصیف احمدخان په وینا ، پروفیسران او دانشوران د هیڅ یو مسلک نه وي دا د ټولو خلکو شریکه سرمایعه وي.

ده زیاته کړه ً ډېر په افسوس سره وایم چې په پاکستان کې د یو بل د برداشت ماده مخ په کمیدو ده چې له وجې یې په ټول هیواد تندروي مخ په زیاتیدو ده او دا ډېر خطرناک رجحان دیً.

بلې خوا ته د بشري حقونو تنظیم ایشین هیومېن رایسټس ارګنایزیشن په کراچۍ کې د دانشورانو په وژنه تشویش څرګند کړی دی.

د یادې ادارې لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د زیارت په ورځ د کراچۍ پوهنتون پروفیسر ډاکټر شکیل اوج د هغه د ازاد خیالۍ پر اساس په نښه شوی دی.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې څه موده مخکې پر ډاکټر شکیل اوج د کراچۍ د یوې مدرسې لخوا د توهین رسالت فتوه لګول شوې وه، او پولیس باید د ډاکټر شکیل دوژنې قضیه له دغې زاویې هم وڅیړي.

د کراچۍ د دارلعلوم چارواکي وایي د دوي لخوا د ډاکټر شکیل اوج په حقله هیڅ ډول فتوه نه ده جاري شوې .

XS
SM
MD
LG