د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې پینځه تنه وسله وال وژل شوي


د لغمان ولایت مطبوعاتي ویاند سرحدي ځواک نن( شنبه) مشال راډيو ته وويل:تيره شپه شاوخوا دوه بجې د الینګار سيند ختیزې څنډې ته د مرکز مهترلام اړوند حکيم سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په پوستو د دولت وسله والو مخالفينو ډله ييز بريد کړی و چې د پوليسو په ځوابيه ډزو کې د دولت د وسله والو د دوه تنو ځانمرګو په ګډون پینځه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

سرحدي ځواک وړاندې وايي چې په یاد بريد کې څلور تنه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي چې تر درملنې لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG