د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاټلېنډ له متحده سلطنته د بېلېدو پر ضد رایه ورکړه


د پنجشنبې پر ورځ په شوې ټولپوښتنه کې له متحده سلطنت سره د پاته کيدو په حق کې پنځه پنځوست فيصده رايې واچول شوې. په سکاټلېنډه کې د بېلتون ضد مهم مشر السټر ډارلنګ دا يوه تاريخي فيصله وبلله

( موږ د سکاټلېنډ او متحده سلطنت د پرمختګ او بدلون لپاره فيصله وکړه. سکاټلېنډه راځه چې اوس دغه کار سر ته ورسوو.)

د سکاټیش نېشنل پارټی مشر ايلک سالمونډ په ايډنبرا کې خبريالانو ته وويل چې د سکاټلېنډ لوی اکثريت د اوس لپاره د يوه جلا هيواد د نه جوړېدو فيصله کړېده او د ده په خبره دی دا فيصله مني.

نوموړي زياته کړه چې ژوند به بيرته عادي حالت ته راشي خو پر بریتانيا يې زور واچولو چې سکاټلېنډ ته د نورو اختياراتو ورکولو خپله وعده به پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG