په پېښورکې د زیارت او جمعې تر منځ شپې مهال پينځه ماشومان ژوبل کړلي. په پېښور کې د مشال راډيو خبريال وایي، په بډه بیره کې په یوه حجره د وسله والو د لاسي بم په برید کې پينځه ماشومان ژوبل شوي دي.
بلخوا د پېښور رنګ روډ سره نزدې د پهاړي پور تهاڼې سره د یو کور دیوال په خوا کې چاودنه شوې ده. په دې پېښه کې چا ته زيان نه دې اوښتی.
په دې وروستیو کې په پېښور کې د هدفي وژنو او د کورونو او حجرو خوا کې د بمي چاودنو پېښې زیاتي شوي دي. د دواړو بریدونو پړه چا نه ده منلې.