د افغانستان جمهوري ریاست د کاندیدانو ټیمونه وايي ، دا مهال په ارګ کې د ولسمشر کرزي او د یوشمېر جهادي رهبرانو په ګډون د دواړو کاندیدانو ترمنځ غونډه دوام لري.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړي محمد الله حیدري مشال راډيو ته وویل، تمه ده دواړه کاندیدان به نن (جمعه) د ملي یووالي د حکومت پر سر توافق وکړي.
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم غړی طاهر زهیر هم د یادې غونډې جوړولو تاییدوي او وايي، ممکن دواړه کاندیدان نن یا سبا وروستي توافق ته ورسېږي.