د لاسرسي ځای

د ميران شاه سره تعلق لرونکي شوکت وايي، چې د اين او سي يا اجازت نامې د لرلو باوجود هم د کوهاټ کسټم چارواکو د ده ګاډي نيولې دي.

له شمالي وزيرستانه بې کوره کړل شوو خلکو نن په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پوليس او د کسټم چارواکي د دوی په سلګونه ګاډي په غېر قانوني توګه نيولي دي او د ګاړو بيرته ورکولو لپاره ترې بډې او رشوتونه غواړي. هغوی له خېبر پښتونخوا وزير اعلا او ګورنره غوښتنه کوله چې له دوی سره شوي ظلم ته دې پام واړوي.

خبري کانفرنس کې ګډون لرونکې د ميران شاه نصرالله وزير چې دا وخت په بنو کې د بې کورۍ ژوند تېروي، مشال راډيو ته وويل چې په شمالي وزيرستان کې بغير له کسټمه ګاډي وي او د پوځي آپريشن له وجې له شمالي وزيرستانه د راوتلو په وخت ورته د پاکستان پوځ دغه ګاډي بندوبستي سيمو ته د راوستلو اجازت ورکړی وو.

" پوځ موږ ته اين او سي راکړې ده، خو پوليس والا موږ تنګوي د روډ په غاړه چې کومې تاڼې دي په هغه کې د بې کوره شوو خلکو ګاډي ولاړ دي. له ځینو خلکو څخه يې په کوهاټ کې ګاډي نيولې دي او هغوی اوس هره ورځ د کوهاټ د دفترونو چکرې وهي"

د ميران شاه سره تعلق لرونکي شوکت وايي، چې د اين او سي يا اجازت نامې د لرلو باوجود هم د کوهاټ کسټم چارواکو د ده ګاډي نيولې دي.

" زما څخه په کوهاټ کې کسټم چارواکو ګاډي ونيولو . ښځې او ماشومان يې ترې کوز کړل، ما ورته ډېر منت وکړو، چې ماشومان او ښځې راسره دي. ګاډي راکړه، بنو ته بيرته ځم خو ګاډی يې رانکړو او ښځې ماشومانو له سهاره تر مازيګره په روډ ولاړ ول"

له شمالي وزيرستانه يو بل بې کوره شوي کس نعمت الله وزير مشال راډيو ته وويل، چې پوليس والا د دوی نيولي شوی، ګاډي د خپلو شخصي کارونو لپاره استعمالوي او کوم ګاډي چې دوی له پوليسه بيرته راولي، له هغو يې سامانونه اېستلې وي، خو په صوبه کې له دوی سره د ظلم تپوس کولو لپاره واکمنان نشته.

" د صوبې وزير اعلا پرويز خټک په اسلام اباد کې په درنا کې بوخت دی، هغه ته پکار وو، چې اول يې د بې کوره شوو خلکو ستونځه یې هواره کړې وائ، نو بيا دې يې درنې کولې، وزيراعلا دې اول خپل پوليس او نورې ادارې سمې کړي"

د خبري کانفرنس دوران له شمالي وزيرستانه بې کوره کړل شوو خلکو وويل چې که چرې حکومت د پوليس او کسټم کارکوونکو لخوا د بې کوره شوو خلکو د ګاډو په غير قانوني توګه نيولو ته نوټس وانخیستو، نو دوی به د کوهاټ بنو لويه لار احتجاجا بنده کړې.

XS
SM
MD
LG