د لاسرسي ځای

د رپورټ په خبره دوه څلويښت کلنه عافيه صديقي د پاکستان د کراچۍ ښا ر اوسيدونکې ده او پلار يې ډاکټر دی.

د امريکا نيوز ويک ويبپاڼه په خپل رپورټ کې وايې چې دا يوازې د اسلامي دولت وسله واله ډله نه ده چې د عافيه صديقي د خوشي کولو په بدل کې د دوو امريکايې خبريالونو جېمز فولې او سټيون سوټلوف د ازادولو وړانديز يې کړی وو بلکې تر دې وړاندي طالبانو او القاعده هم ورته غوښتنه کړې وه.

د رپورټ په خبره کله چې دا غوښتنه و نه منل شوه نو اسلامي دولت نومي وسله والې ډلې د دواړو خبريالانو سرونه پرې کړل.

نيوز ويک د عافيه صديقي د ژوند بيلا بيلا بيلو اړخونه ته کتنه کوي.

د رپورټ په خبره دوه څلويښت کلنه عافيه صديقي د پاکستان د کراچۍ ښا ر اوسيدونکې ده او پلار يې ډاکټر دی.

ددې ورور محمد هم ډاکټر دی او په نوولس نويمه «۱۹۹۰» مه لسيزه کې د امريکا ټيکساس رياست ته کډه شو.

عافيه صديقي هم هلته ورپسې ورغله او په هوسټن يونيورسټۍ کې يې زدکړې کړې او بيا يې په ايم ای ټي پوهنتون کې بيالوجي ولوستله.

د رپورټ په خبره له دې وروسته عافيه صديقي د امريکا له برنډايز پوهنتونه پي ايچ ډي وکړله.

رپورټ زياتوي په يونيورسټۍ کې د زدکړو په دوران کې دې سخت دريځه اسلامي سوچ کې ليوالتيا ښکاره کړه.

له پې ايچ ډي وروسته عافيه صديقي د کراچۍ له یوه اوسيدونکي ډاکټر محمد امجد خان سره واده وکړ او له هغه يې درې ماشومان دي.

د دې د ماشومانو نومونه احد، مريم او سليمان دي خو داسې باور کيږي چې سليمان هغه وخت تصادفا مړ شو کله چې په کراچۍ کې جاسوسي ادارو عافيه صديقي اوچته کړله.

ددې خور فوزيه صديقي نيوز ويک ته ويلي چې عافيه صديقي خيراتي کارونه کول او د بوسنيا او چيچنيا جنګ ځپلو مسلمانانو لپاره به يې چندې راغونډولې.

خو د رپورټ په وينا په دوه زره یوم کال کې د امريکا جاسوسي فيدرالي ادارې ايف بي ای د چندو را ټولولو له وجې پر دې او د هغې پر خاوند شکمن شول.

په دې دوران کې دوی د انټرنيټ له لاري شيان اخیستل هم پيل کړل لکه چې مرمۍ ضد يا بولټ پروف جېکټونو چې د يوه قيمت تر لس زره ډالر پورې وو او داشان پوځي کتابونه او د شپې پر مهال استعماليدنکي پوځي چشمې يې هم واخیستلې.

خو د نيوز ويک په خبره د يوولسم سپټمبر تر پېښې وروسته عافيه صديقي او خاوند يې سره له ماشومانو بيرته پاکستان ته ستانه شول خو هلته تر تلو وروسته د دوی طلاق وشو.

ددې پخواني خاوند نيوز ويک ته ويلي چې عافيه صديقي غوښتل چې دوی دواړه د جهاد لپاره افغانستان ته ولاړ شي چې له دې وروسته بيا د دوی طلاق و شو.

ددې خاوند دا هم وويل چې په امريکا کي د عافيه صديقي د خط و کتابت لپاره يو صندوق هم درلودلی چې د القاعده کارکوونکو به استعمالولی.

د رپورټ په خبره له طلاقه وروسته عافيه صديقي له خپلو ماشومانو سره په کراچۍ کي په يوه جلا کور کې اوسېدله او په دوه زره درېيم کال کې يوه ورځ اسلام اباد ته د تلو پروخت د هوايې ډګر پر لور په ټيکسي کې روانه وه چې اوچته کړل شوه.

ددې ملاتړي وايي چې دا د القاعده د يو مهم غړي خالد شيخ محمد چې د يوولسم سپټمبر د بريدونو اصل تنظيمونکی وو په تړاو کې اوچته کړل شوه.

د نيوز ويک رپورټ وايې بيا تر دوه زره اتم کال پورې د دې په اړه هېڅ خير و خبر نه وو.

د دې وکيل فوسټر وايی، چې عافيه صديقي له کال دوه زره دريمه بيا تر اتمه پورې په مختلفو حراستي مرکزونه کې وساتل شوه.

خو بيا د دوه زره اتم کال د جولايي په اوولسمه نېټه عافيه صديقي د افغانستان په غزني کې ښکاره شوه.

امريکايې چارواکو عدالت ته وويل چې په غزني کې د پلټنو پر مهال عافيه صديقي له يوه عسکره وسله واخیستله او پر پوځيانو يې ډزې پيل کړي چې د يوه پوځي په ځوابي ډزو کې زخمي شوه.

له دې وروسته دا امريکا ته يوړل شوه او هلته ورباندې مقدمه و چلول شوه.

د امريکا عدالت عافيه صديقي ته شپږ اتيا کاله د بند سزا واروله او دا وخت په زندان کې ده.

نيوز ويک وايې کله چې د دې کورنۍ مشوره ورکړه چې د عدالت د فیصلې په خلاف اپيل وکړي نو عافيه صدیقي بس دومره ورته وويل چې ستاسو په خيال اپيل کول به څه ګټه ولري هم او که نه؟

XS
SM
MD
LG