د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۸ وسله وال وژل شوي


د هلمند چارواکي وایي، وسله والو طالبانو بېګا شپه په نوزاد کې پرامنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې په نښتو کې اتلس وسله وال ووژل شول او دوه ویشت نور ټپیان دي.

د نوزاد ولسوال سید مراد اغا مشال راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې د طالبانو څلورمهم قومندانان هم شامل دي.

ده دغه راز وویل، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې یو د ملي اردو سرتیری او یو پولیس هم ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د یادونې ده چې د هلمند په شمالي ولسوالیو په خاصه توګه سنګین کې اوس هم جګړه روانه ده او د راپورونو له مخې په دغه ولسوالۍ کې زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG