د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله او اشرف غني بیا ملا قات وکړ


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان نن (چارشنبه) بیا په کابل کې خبرې وکړي.اشرف غني احمدزی او عبداله عبداله (سېشنبه) ناوخته د خبرو پر مهال د انتخاباتو د نتیجو د اعلان پر سر موافقې ته ونه رسیدل.

د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم ټینګار کوي، چې نتیجه باید معلومه شي، ځکه چې کمیسیون یوازینۍ مرجع ده چې د راییو د اعلان قانوني صلاحیت لري او رایي د نړیوالو څارونکو مخې ته پلټنې شوې دي.

شاوخوا درې میاشتې وشوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور د انتخاباتو پر سر لانجه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG