د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د مرګ سزا ختمه کړي: بښنې نړیواله اداره


د بښنې نړیوال سازمان جدي اندېښنې څرګندوي چې په پاکستان کې د مرګ د سزا مقدمې په پاک او منصفانه توګه نه کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنیشنل – پر پاکستان غږ کړی دی چې په سمدستي توګه دې یوه مجرم ته د مرګ سزا ورکولو د عمل قانوني موده وغځوي او د مرګ سزا ختمولو لپاره دې اقدام واخلي.

که پاکستان د وژنو مجرم شعېب سرور ته د مرګ سزا ورکړي نو دا به په شپږو کلونو کې لومړی کس وي چې دا سزا به ورباندې عملي شي. رپورټونه وايي، شعېب سرور په ۱۹۹۸ز کال کې د وژنو په تور د مرګ په سزا محکوم شوی وو چې په راولپېنډۍ کې به د روانې میاشتې پر ۱۸مه پانسي شي.

ایمنسټي انټرنیشنل وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د مرګ پر سزا عمل نه کول ښايي په پاکستان کې د بشري حقونو یوازینۍ څانګه وي چې پکې دا هېواد مثبته سابقه لري. دې هېواد د بشري حقونو په دې څانګه کې پرمختګ کړی دی او همدا لامل دی چې اروپايي ټولنې ورته په سوداګرۍ کې ځانګړی حیثیت ورکړی دی. دا حیثیت هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې بشري او د کارګرانو د حقونو حالت سم کړي. د ایمنسټي انټرنیشنل په وینا، که پاکستان د مرګ سزاګانې عملي کول پیل کړي نو دا به ورته زښت زیان ورسوي.

د بښنې نړیواله اداره وايي، په پاکستان کې دا مهال له اته زره زیات کسان د مرګ په خونو کې بندیان دي. دا په نړۍ کې د پانسۍ د زندانیانو یو لوی شمېر دی. دې زندانیانو د مرګ سزا پرېکړو پر ضد بیا بیا اپیلونه کړي دي خو امکان دی چې سزا به ورته ورکړل شي.

اداره جدي اندېښنې څرګندوي چې په پاکستان کې د مرګ د سزا مقدمې په پاک او منصفانه توګه نه کېږي. تورن شوي کسان اکثره سمه قانوني نمایندګي نه لري او ځېنې ملزمان چې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده له ۱۸ کلونو کم عمر لري.

د بښنې نړیواله اداره – ایمنسټي انټرنیشنل – زیاتوي، که یوې خواته په پاکستان کې د مرګ د سزا رجحان ښايي بیا پیل شي نو بلې خوا ته په ۲۰۱۳ز کال کې په نړۍ کې یوازې ۲۲ هېوادونو مجرمانو ته د مرګ سزا ورکړه او نن شاوخوا ۱۴۰ هېوادونه مجرمانو ته د مرګ سزا نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG