د لاسرسي ځای

د اشرف غني ټيم هم، په داسې صورت کې چې ټاکنيزې مسالې نه هواريږي، د ولسمشرۍ پر څوکۍ د حامد کرزي د پاتې کېدو امکان تر غور لاندې ساتي.

د امريکايي وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په يوه ليکنه کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سياسي انتقال پروسه لانجمنه شوې، يو شمېر افغانان فکر کوي چې ولسمشر حامد کرزی ممکن د راتلونکې څه وخت لپاره د ولسمشرۍ دنده پر مخ يوسي.

ليکنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د دواړو کانديدانو، اشرف غني احمد زي او عبدالله عبدالله، پلويان داسې وړانديز کوي، تر هغو چې د دې هېواد له ولسمشريزو ټاکنو سره تړلې لانجې هواريږي، ولسمشر حامد کرزی کولای شي په اقتدار کې پاته شي.

ورځپاڼه د ولسمشر کرزي د ورور او د عبدالله عبدالله د يوه کلک ملاتړي محمود کرزي له خولې ليکي، که چيرې د دواړو کانديدانو تر مينځ خبرې نتيجه نه ورکوي، که چيرې د کورنۍ جګړې پيلېدو ګواښ رامينځ ته کيږي، نو موږ لارې لرو. کېدلای شي چې يو عبوري حکومت جوړ کړل شي او يا هم ولسمشر کرزی خپل اقتدار ته دوام ورکړي.

د اشرف غني ټيم هم، په داسې صورت کې چې ټاکنيزې مسالې نه هواريږي، د ولسمشرۍ پر څوکۍ د حامد کرزي د پاتې کېدو امکان تر غور لاندې ساتي.

ورځپاڼې د اشرف غني د ټيم د يوه مشر غړي له خولې ليکلي، اشرف غني د امريکا ولسمشر براک اوباما ته په ټيليفوني خبرو کې وويل چې که عبدالله عبدالله پر خپلو غوښتنو ټينګار وکړي نو دی به مجبور شي چې ولسمشر کرزي ته ولاړ شي او ورته ووايي چې په هېواد کې بېړنی حالت نافذ او تېر انتخابات لغوه اعلان کړي.

خو د ورځپاڼې په ليکنه، د اشرف غني وياند د نوموړي لخوا ولسمشر اوباما ته د داسې څه ويلو خبره رد کړې.

ورځپاڼه کاږي، ولسمشر حامد کرزي له ۲۰۰۱ م کال راهيسې، چې امريکا په کابل کې د طالبانو حکومت ړنګ کړ، د دې هېواد حکومتي چارې سمبال کړي.

ټاکل شوې وه چې نوموړی به د سږنيو ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې د افغانستان حکومتي واک نوي ولسمشر ته ورکړي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ د دويمې دورې انتخابات، چې د تېرې جون مياشتې په ۱۴ مه نېټه وشول، او دواړه کانديدان يې د ګټلو دعوې کوي، لا هم بې نتيجې پاتې دي.

ورځپاڼې د ولسمشر حامد کرزي د وياند ايمل فيضي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د ولسمشر په اقتدار کې پاتې کېدل، يقيناً چې نه د افغانستان، نه د جمهوريت او نه هم خپله د حامد کرزي په ګټه دي.

فيضي زياته کړې، ولسمشر کرزی هڅه کوي چې دواړه کانديدان تر دا مينځ پر يوې موافقې سره سلا کړي.

د لويديځ يوه چارواکي په عين حال کې وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي، ولسمشر کرزی لا هم د افغانستان په سياست کې مهم رول لوبوي او دغه کار ته به له خپلې دندې په رسمي توګه له ګوښه کېدو وروسته هم دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG