د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې امنتیي عسکر، وسله وال او سوات کې د امن کمېټو غړي وژل شوي


نن د نهې پر ورځ د شمالي وزيرستان په سپين وام تحصيل کې په يوې نښته کې د ايف سي ځواکونو څلور اهلکار او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وويل چې سهار وختي وسله والو د ايف سي ځواکونو پر ډنډي کڅ چيک پوسټ بريد وکړ او څلور سرتيري يې ووژل. د هغه په خبره تر دې وروسته شوې نښته کې شپږ وسله وال وژل شوي.

د لشکر جرار په نامه يوې وسله والې ډلې د برید پړه منلې. دوه ورځې وړاندې هم په سپين وام کې پر ايف سي ځواکونو په برید کې درې سرتيري وژل شوي او دوه ټپیان شوي ول.

له دې برسېره د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د نورو پنځلسو وسله والو د وژني ادعا کوي.

د پاکستان سرکاري ریډیو نن ګل ورځ په خپله وېبپاڼه خبر خپور کړی چې په شمالي وزیرستان کې پوځ د عملیاتو پر مهال په هوايي بریدونو کې پنځلس وسله وال وژلي او د هغوي پنځه مرکزونه یې هم له مینځه وړي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګي ای اېس پي ار ویاند عاصم باجوه بیا ویلي دي چې د طالبانو د بریدونو کولو صلاحیت یې ختم کړي دي. بلخوا وسله والو لا پدي اړه څه ندي ویلي.

د خیبر پښتونخوا سوات په تحصيل کبل کې د امن کمیټو درې غړي وژل شوي دي.

د کانجو پولیس چارواکې اختر علي بیګا مشال راډیو ته وویل چې د ګل ورځ په ماښام د تحصیل کبل د بره بانډۍ په کوټلۍ سیمه کې د امن کمیټۍ دوه غړي محمد زېب او فرید خان نامالومه وسله والو په ډزو وژلي دي.

بلخوا تیره ورځ د تحصیل کبل په ګل جبه سیمه کې هم / یو د امن کمیټۍ غړی او یو ځايي تن نامالومه وسله والو وژلی دي. د دواړو پیښو زمه وارې لا تر دې دمه هېڅ یوې وسله والې ډلې نده منلې.

XS
SM
MD
LG