د لاسرسي ځای

ایساف وايي چې، د کابل په ننني ځانمرګي برید کې د نړۍوالو ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي دي.

نن په کابل کې له امریکايي سفارتخاني سره نزدي ځان مرګې برید شوې چې پکې دري سرتیري وژل شوې دي.

ایساف وايي، په کابل کې له امریکايي سفارتخاني سره نزدې د هوايي ډګر پر لویه لاره د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان یوه طالب ځانمرګي بریدکوونکې د ناټو درې سرتېري ووژل.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغه برید کې نژدې ۱۳ تنه ولسيوګړي ژوبل شوي دي.

بلخوا افغان چارواکي وايي، په تورخم کې د ټرانزيټ موټرو په تمځي کې یوه ځانمرګي بریده او بمي چاودنو دوه ډرایوران ژوبل کړي او نژدې لس ټانکرې یې سوځولې دي.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وویل، چې دا پېښه بېګا شاوخوا اته نيمې بجې په تورخم کې د ټرانزيټ موټرو په يوه شخصي تمځي کې رامنځ ته شوې. طالبانو د برید پړه منلې.

د افغانستان په غزني کې د تندر قول اردو وياند نظيف سلطاني بیګا مشال ریډیو ته وویل چې له تېرو څو ورځې راهيسې يې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیات پيل کړي دي چې پکې تر پرون ماښامه تر شلو ډېر وسله وال وژل شوي او پنځه دېرش زخمیان شوې دي.

نوموړي وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو پنځه سيمه‌ييز قومندانان هم شامل دي. خو وسله والو د دې وژنو په اړه لا څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG