د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ملي یووالي حکومت غواړو'


"په افغانستان کې باید سیاسي ډلې د پخوا په شان د جګړو لاره ونه نیسي، بلکې ټولې ډلې په یوه ملي حکومت کې راټولې شي"

په خوست کې د قومونو پیوستون شورا غړو د یوې ناستې د لارې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه، دوی ویل که د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې یو سیاسي جوړ جاړی ونه شي، نو د نوي حکومت په اعلان سره به افغانستان د بحران لوري ته ولاړ شي.

یاده شورا چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشری د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم ملاتړ کوي، مشر يې حاجي غازي نواز تڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د رایو د تفتیش پروسه شفافه نه وه، نو د ټاکنو پایلې باید هغه مهال اعلان شي، چې د دواړو ټیمونو تر منځ د ملي یووالي پر حکومت موافقه وشي:

((موږ دا پریکړه وکړه، چې په ټاکنو پراخه درغلي شوې ده، موږ تقلبي حکومت نشو زغملای، موږ د عدالت او شفافیت غوښتونکي یو، په دې اساس د انتخابتو پر کمیسیون غږ کوو، چې دوی پاکې او نا پاکې رای يې سیمې نه جدا کړې، دوی باید دا پایلې اعلان کړي، ځکه دا ملک بحران ته ځي، نو تر هغه چې ملي یووالي حکومت راغلی نه وي، سیاسي موافقه شوي نه وي، دوی باید پایلې اعلان نه کړي، د خوست خلک او زموږ د شورا غړي د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د دریځ نه ملاتړ کوو او ورسره یو.))

د غونډې یو بل ګډونوال ښوونکي شرف الدین جنبش وویل، چې په افغانستان کې باید سیاسي ډلې د پخوا په شان د جګړو لاره ونه نیسي، بلکې ټولې ډلې په یوه ملي حکومت کې راټولې شي:

((زموږ غوښتنه داده چې په افغانستان کې یو ملي حکومت ولرو او هغه ډلې چې په افغانستان کې موجودې دي، د ملي چوکاټ له مخې باید د ټول افغانستان له پاره کار وکړي، هغه ډلې باید یو د بله سره د جنګ لاره ونه نیسي، پرون چې نظامي ډلو د جنګ لاره نیولې وه، کابل يې چور کړ او ټول افغانستان يې چور کړ.))

په خوست کې له دې ناستې یوه ورځ مخکې د یوې پراخې غونډې ګډونوالو، چې د تحول او تداوم ټیم ملاتړ يې کاوه له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه غوښتنه وکړه، چې تر دې وروسته باید د ټاکنو په پایلو کې هېڅ ځنډ ونه شي.

که څه هم د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي، چې لا هم د ملي یووالي حکومت جوړولو پرسر د دواړو نوماندانو ترمنځ‌ اختلافونه موجود دي،‌ خو دواړه غاړې هڅه کوي چې دغه اختلاف ژر پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG