د لاسرسي ځای

د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په پاریس کې نړیواله غونډه کېږي


تېره ورځ اسټرالیا وویل، د دې کیمپېن لپاره ۶۰۰ سرتېري او ۱۰ جنګي الوتکې استوي.

د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګه وايي، نن په پاریس (پیرس) کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر وړاندې د تګلارې جوړولو لپاره نړیواله غونډه کېږي.

په غونډه کې د ۲۶ هېوادونو لوړپوړي حکومتي چارواکي برخه اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم له منځني ختیځه پیرس ته ورغلی دی.

تېره ورځ له یوه امریکايي ټیلي وېژن سره د مرکې پر وخت کیري وویل، شاوخوا ۴۰ هېوادونه سلا شوي دي چې تر دې مخکې چې وسله وال په شام او عراق کې نوره خاوره ونیسي، نو دوی یې باید پر ضد نړیواله جګړه وکړي.

د کیري څرګندونې پر داسې وخت خپرې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، یو شمېر عربي هېوادونو سلا شوي دي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه وکړي.

تر اوسه یوازې فرانسې په ډاګه ویلي دي چې د اسلامي دولت وسله والو پر اهدافو له امریکا سره په هوايي بمبارۍ کې برخه اخلي، خو دا یې هم ویلي دي چې یوازې به په عراق کې حملې کوي.

تېره ورځ اسټرالیا وویل، د دې کیمپېن لپاره ۶۰۰ سرتېري او ۱۰ جنګي الوتکې استوي.

تېره اوونۍ امریکايي ولسمشر باراک اوباما د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د زورور کیمپېن پیلولو اعلان وکړ.

امریکايي الوتکو تر اوسه په عراق کې ګڼ هوايي بریدونه کړي دي. امریکايي الوتکې او بې پیلوټه الوتکې به په شام کې تر حملو مخکې استخباراتي مالومات جمع کوي.

په عین وخت کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد نړیواله غوسه هغه وخت زیاته شوه چې د روانې (سېپټېمبر) میاشتې پر ۱۳مه یې د یوه برتانیوي مرستندویه کارکوونکي ډېوېډ هېنز د وژنې ویډیو خپره کړه.

د وژنې دا ویډیو د دوو امریکايي خبریالانو وژنې ته ورته وه.

د برتانیا وزیراعظم ډېوېډ کیمرون تېره ورځ وویل، ((دا وژنه د وېرې او د اهانت وړ ده.)) کیمرون ژمنه وکړه چې د هېنز وژونکي به عدالت ته وړاندې کوي.

تر دې وروسته د امریکا ولسمشر باراک اوباما ژمنه وکړه چې په دې کار کې به له لندن سره یوځای درېږي او دا چې د هېوادونو پراخ اېتلاف به جوړوي چې د اسلامي دولت وسله والو پر ضد اقدام وکړي.

د برتانیوي وګړي د وژنې په ویډیو کې وژونکی وايي، د هېنز وژنه د ((امریکا ملګرو هېوادونو ته پیغام دی.))

XS
SM
MD
LG