د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل : افغانستان کې د روانې جګړې مشري د پاکستان په لاس کې ده


د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي
د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي

دافغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي دپنجابي طالبانو لخوا په پاکستان کې د وسله وال فعالیت د ودرولو او افغانستان کې بیا د جاري ستلو د اعلان مانا داده چې په افغانستان کې د روانې جګړې مشري د پاکستان په لاس کې ده. ایمل فیضي دا څرګندونې د مشال راډیو افغان څانګې ته په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاویه د تیرې اونۍ په پيل کې اعلان وکړ؛ چې له دیني عالمانو او مشرانو سره تر مشورې وروسته په پاکستان کې خپل پوځي فعالیتونه بندوي او په افغانستان کې یې پیلوي.

د ښاغلي فیضي په وینا، د پاکستان پوځ غواړي، چې د پنجابي طالبانو تر نامه لاندې خپل پوځیان افغانستان ته راواستوي؛ څو دلته د حالاتو په خرابولو سره خپل اهداف ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د افغانستان امنیتي ادارو هم ځینې داسې اسناد او شواهد له رسنیو سره شریک کړي وو؛ چې په کې دا ښودل کېدل، چې په افغانستان کې د روانو جګړو مشري د پنجابیانو په لاس کې ده.

ځینې افغان حکومتي سرچینې په دې ترڅ کې د هلمند او د ننګرهار وروستیو جګړو ته اشاره کوي؛ چې د دوی په وینا، عملاً یی مشري د پنجابیانو په لاس کې وه.

د پنجابي طالبانو له نوي اعلان سره سم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل؛ چې د پنجابي طالبانو دا اعلان د اندیښنې وړ نه دی او افغان ځواکونه چمتو دي؛ چې هر ډول بهرنیو ګواښونو ته ځواب ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم وایي؛ چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د پاکستانیانو لاسوهنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG