د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سیلابونو نږدې ۳۰۰ وژلي او ۲۳ لکه یې اغیزمن کړي دي


یو تن سیلاب ځپلی
یو تن سیلاب ځپلی

په پاکستان کې چارواکي وايي د وروستیو سیلابونو او بارانونو له وجې څه کم درې سوه کسان په ټول هیواد کې وژل شوي دي.

د قدرتي آفتونو په وړاندې د مبارزي قامي اداره یا NDMA وايي: یوازې په پنجاب صوبه کې د بارانونو او سيلاونو له وجې خواشاه دوه سوه کسان مړه شوي دي او په ټول ملک کې دا شمیره دوه سوه یو اتیاو ته رسیدلې ده.

د پنجاب د قدرتي افتونو د نظم ادارې یو مشر نواز خالد مشال ریډیو ته وویل ، د دې سیلابونو له وجې نژدې درویشت لکه خلک متاثره شوي دي.

NDMA وایي سیلاونو په پاکستاني غاړه کشمیر کې شپږ شپیته او ګلګت بلتستان کې څوارلس کسان وژلي دي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم پرون د سیلاب متاثره سیمې جنګ دوره کړې. د موسمیاتو محکمه وایي په راروانو ورځو کې د سیند په ځینو سیمو کې هم د سیلاونو د راتللو امکان دی.

XS
SM
MD
LG