د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولايت کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ په نښتو کې تر څلوېښت تنو زيات طالب وسله وال وژل شوي دي.
په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو ځينې وتلي سيمهييز قومندانان هم شامل دي.
طالب وسله والو له وړمې شپې راهيسې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د سرتېرو پر پوستو جبههيي بريدونه پيل کړي وو چې د اتوار په سهار د څلوېښتو تنو وسلهوالو په وژل کېدو پای ته ورسېدل.
چارواکي وايي، دغې ولسوالۍ ته له ورڅېرمه ولسواليو څخه هم وسله وال وروستل شوي وو او هڅې کېدې چې په درسته ولسوالۍ کې امنيت ساتونکي سرتېري ووژني او ولسوالۍ سقوط کړي، خو وايي، داسې و نه شول.
په قره باغ کې د سيمهييزو پوليسو قومندان محمد اعظم خان وايي، سلګونو وسله والو د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې په يوه وخت د سرتېرو پر پوستو بريدونه وکړل، خو وايي، دوی ته وار له مخه راپور رسېدلی وو او په تاکتيکي توګه يې له خپلو پخوانيو پوستو لېرې مورچې نيولې وې.
دی وايي، په قره باغ کې د وسله والو او سرتېرو تر منځ جګړې يوه ورځ او دوه شپې دوام وکړ او نن سهار د څلوېښتو تنو وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېده.
د محمد اعظم خان په خبره، په دې سربېره، په جګړه کې اوولس تنه وسله وال ژوندي ژاڼي ورک دي او د ټپيانو کره شمېره يې لا تر اوسه نه ده مالومه.
د چارواکيو په خبره، په وژلو شويو وسله والو کې د ملا محب په نامه د طالبانو يو سيمهييز قومندان، ځينې نور قومندانان، وزير او پاکستاني پنجابيان شامل دي.
په جګړو کې درې تنه سيمهييز پوليس هم ټپيان شوي دي چې دا مهال غزني ته د درملنې لپاره رالېږدول شوي دي.
طالبان هم په قرباغ کې د وسله والو او سرتېرو تر منځ د جګړې راپورونه تاييدوي خو، تر خپلې غاړې، سرتېرو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، په دغه جګړه کې درې تنه سيمهييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
دی وايي، په جګړه کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي دي.