د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال کپ افغانستان ته ورسيد


د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوالو لوبو جام نن (شبنه) شاوخوا یوه بجه کابل ته راورسید.د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې د نړۍ د لویو هیوادونو تر منځ د کرېکټ په ډګر کې نړیوال جام وروړل کیږي.

د مسعود په خبره اوس وخت دا جام ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړل شوی او له هغه ځایه به کرېکټ بورډ ته انتقال شي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د پرېکړې له مخې د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال جام ترسره کوونکو هېوادونو ته دا جام یو یو ځل وروړل کیږي.

دا جام به تر سبا غرمې په کابل کې وي او بیا پاکستان او له هغې وروسته اماراتو ته وړل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG