د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوی افغانستان لپاره مبارزه کوونکی، سياستوال ملک امان کاسی خاورو ته وسپارل شو


نن (شنبه) د سیاستوال ملک امان کاسي د جنازې مراسم د جمعې په مازيګر د کوټې په چشمه اچوزي کې وشول چې پکې برخه والو نوموړي ته په سپېڅلې مبارزه د عقیدت ګلونه وړاندي کړل. نوموړی دوه ورځې مخکې د اته شپيتوو کلونو په عمر کابل کې د زړه درېدو له وجې وفات شوی وو.

نن (شنبه) د سیاستوال ملک امان کاسي د جنازې مراسم د جمعې په مازيګر د کوټې په چشمه اچوزي کې وشول چې پکې برخه والو نوموړي ته په سپېڅلې مبارزه د عقیدت ګلونه وړاندي کړل. نوموړی دوه ورځې مخکې د اته شپيتوو کلونو په عمر کابل کې د زړه درېدو له وجې وفات شوی وو.

د بلوچستان حکومت له خوا رسنیو ته په خپرې شوې خبرپاڼه کې د وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له خولې ویل شوي، ملک امان کاسي ټول ژوند د اولس لپاره تېر کړ او دده تشه به کله هم پوره نشي. خبرپاڼه زیاتوي چې ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د ملک امان کاسي په مړينه سخته خواشيني څرګنده کړې او دا يې نه يواځې د پښتنو بلکې د بلوڅ سیاستوالو لپاره هم لوی زیان بللی.

د خیبرپښتونخوا د نیشنل ګوند صوبايي صدر مختارباچا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ملک امان کاسي کمی به تر ډېره محسوسېږي. هغه زياته کړه:

((زما په فکر د ملک امان کاسي د مړينې له امله چې کومه خلا پيدا شوې، دا به ډېر وخت وغواړي، چې بیا دده په څېر يو بل پښتون سیاستوال پيدا شي.))

تردې وروسته د جنازې په مراسمو کې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د پښټونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ بیا وویل ملک امان کاسي په تول ژوند د خپل قام آزادي غوښتنه او دده په خبره همدا ارمان يې ګور ته یووړ.

د عوامي نیشنل ګوند يوه مشر سیاستوال ډاکتر عنایت الله خان بیا وویل چې ملک امان کاسی د پښتنو هغه سیاستوال وو چې په تول ژوند يې د هيڅ شي تمه ونه کړه، او ټول ژوند يې د پښتنو او نورو محکومو قامونو لپاره وقف کړی وو. هغه زياته کړه:

((ملک امان کاسی داسې انسان وو چې په زړه کې به يې څه وو، ويل به يې. دا به يې نه کتل چې زما په مخ کې څوک ناست دی؟ دا به يې نه کتل چې باچاخان ناست دی که ولي خان ناست دی او که اسفندیار خان ناست دی. او نه به يې دا کتل چې څومره لویه مجموعه ده او دلته به زما خبرې تر استخباراتو ورسېږي. لنډه دا چې هغه ډېر زړور او ښاغلی وو. هغه له عهدې، وزارت او نورو ګټو څخه بې نیازه وو.))

د سیاستوال ملک امان کاسي د جنازې په مراسمو کې په کوټه کې د افغانستان کونسل جنرال وحيدالله مومند، د دغې کونسلګرۍ يو شمېر نورو ډيپلوماټانو، د بلوچستان د صوبايي حکومت وزیرانو، د پښتنو او بلوڅو ګڼو سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالانو او په زرګونو نورو خلکو ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG