د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي


د کونړ والي وايي، په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او ملي اردو تر منځ په نښتو کې پنځلس وسله وال وژل شوي او اولس نور ټپيان دي.

شجاع الملک جلاله مشال راډیو ته وویل؛ نښتې وروسته له هغې وشوې چې نن (شنبه) سهار په څلور نیمو بجو وسله والو طالبانو د ماڼوګۍ ولسوالۍ په دولسو سیمو حملې وکړې او د ملي اردو له مقاومت سره مخ شول.

د جلاله په خبره په دې نښتو کې د ملي اردو درې سرتیري هم وژل شوي او څلور نور یې ټپيان دي.

خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په دې حملو سره یې د ماڼوګۍ دوه امنیتي پوستې نیولي او ګڼ شمیر عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

په یوه بل خبر کې راغلي چې د پکتیا د جانخېلو ولسوالۍ پر ودانۍ د نن سهار له پنځو بجو د وسله والو طالبانو حملې دوام لري.

د پکتیا امنیې قومندان زلمي اوریا خیل مشال راډیو ته وویل؛ امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې دفاعي حملې کړي چې؛ په نتیجه کې یې تر دې دمه د څلویښت کسیزې حمله کوونکې ډلې د مشر حسن په شمول درې وسله وال وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG