د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، د کرېکټ د نړیوالې اتلولۍ جام لپاره یې پراخ پروګرامونه په پام کې نیولي دي او د افغانستا ن له خلکو غواړي چې له دوی سره یوځای د دې جام هرکلی وکړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مسوول فرید هوتک مشال راډیو ته وویل
دغه جام به نن (شنبه) غرمه کابل ته ورسیږي.
هوتک وویل، دغه جام د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو له خوا د کابل له هوایي ډګر څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړل کیږي.