د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې درې تنه وسله وال وژل شوي


د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن (شنبه) سهار له پينځو بجو راهيسې د جانخېلو ولسوالۍ پر ودانۍ له ختيځ لوري څخه بريد پيل کړی و؛ چې له څو ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېده.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې د دوی امنيتي ځواکونو په دغه بريد کې مقاومت کړی دی او درې تنه وسله وال طالبان يې وژلي او شپږ نور ټپيان دي.

د ده په خبره په دغه بريد کې چې د دوی ځواکونو په کې مقاومت کړی دی؛ د څلويښت کسيزې ډلې مشر احمد حسن هم په درېيو تنو وژل شويو کې شامل دی.

نوموړی وايي، اوس په شاوخوا ۱۱ بجو په ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسېدلې او له وسله والو څخه په سيمه کې يو کلاشينکوف د پيکا او زيکويک دوه شريرونو هم افغان امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

دی وايي چې، تر دې مهاله په دې بريد کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د وسله والو په راغلي توغندي کې د ولسوالۍ شاوخوا کورنو کې يو تن زخمي شوی دی.

د دې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو په دې وروستيو کې د پکتيا ولايت په سرحدي ولسواليو کې وسله والو طالبانو ډليز بريدونه زيات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG