د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړول غواړو”


تاجکستان په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو ملاتړ کوي.دا خبره د افغانستان او تاجکستان د و لسمشرانو په هغه دوه اړخیزه لیدنه کې شوې چې؛ د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډو کې یې وکړه.

په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي؛ د ملي یووالي حکومت نه یوازې د افغانستا ن د خلکو لپاره چې اوږده موده یې جګړې زغملي دي، بلکه د سیمي لپاره هم یو مهم رول لوبولی شي.

انټرفکس خبري آژانس وایي؛ دواړو ولسمشرانو د دغې لیدنې پر مهال د تاجکستان او افغانستان تر منځ د همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

په دې کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر ګډه پوله د امنیت او ثبات پر ټینګښت ټینګار شوی دی.

د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې چې له افغانستان سره پوله لري؛ تر ټولو اوږده پوله له تاجکستان سره ده چې ۱۳۴۴ کیلومتره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG