د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې لا هم سياسي کړکېچ دوام لري


د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې په دې ورستيو کې رامنځته شوى سياسي بحران لا هم دوام لري او د نواز شريف د حکومت مخالف سياسي ګوندونو زرګونه پلويان اوس هم په دې ښار کې د اعتراض په ډول راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې په دې ورستيو کې رامنځته شوى سياسي بحران لا هم دوام لري او د نواز شريف د حکومت مخالف سياسي ګوندونو زرګونه پلويان اوس هم په دې ښار کې د اعتراض په ډول راغونډ دي او د نواز شريف د استعفا غوښتنه کوي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحريک ګوندونو زرګونه پلويان د اګست له ١٤مې نېټې راهيسې د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د نواز شريف حکومت پر ضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او د نواز شريف استعفا او د پارلمان ړنګولو ترڅنګ؛ د نوي انتخاباتو غوښتنه کوي.

قادري او عمران خان تور لګوي، چې د نواز شريف مسلم ليګ ګوند په تېرو انتخاباتو کې پراخه درغلي کړي او له غیر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

که له يوې خوا په دې وروستيو کې د نواز شريف د حکومت او تحريک انصاف ګوند ترمنځ يو ځل بيا مذاکرات پيل شوي او دا لړۍ لا دوام لري، نو له بلې خوا د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال وويل؛ چې د مذاکراتو په اوږدو کې يې د عمران خان ډېرى غوښتنې منلي؛ خو که د نواز شريف د استعفا غوښتنه ومني؛ نو دا به د ډيموکراسۍ لپاره بدې پایلې لري:

"موږ د پاکستان تحريک انصاف نزدې پېنځه غوښتنې ومنلې؛ خو عمران خان پر خپله هغه غېر قانوني غوښتنه ټينګ ولاړ دى؛ چې منتخب وزیراعظم نواز شريف دې استعفا ورکړي؛ دا خو نه يوازې زموږ ګوند بلکې ټول پارلمان په دې همغږى دى؛ چې د عمران خان دا غوښتنه بيخي د منلو وړ نه ده او که چيرې دا ومنل شي، نو په راتلونکي کې به هر ګوند څو زره کسان راغونډوي او وزیر اعظم به په زور له واکه لرې کوي."

له بلې خوا عمران خان د چهارشنبې په شپه د خپل ګوند د مرکزي کومېټې تر غونډې وروسته خپلو پلويانو ته په وينا کې يو ځل بيا وويل، چې د نواز شريف تر استعفا پورې به له احتجاجونو لاس وانخلي.

هغه پر نواز شريف نيوکه وکړه، چې د خپلې څوکۍ ساتلو لپاره پاکستان بحران ته ورټېل وهي.

عمران خان په داسې حال کې د صدراعظم نواز شريف د استعفا پرله پسې غوښتنه کوي، چې د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو دا غوښتنه ددې هېواد د اساسي قانون ضد بللې او همدراز دوى ټولو، په پاکستان کې د ديموکراسۍ د دوام لپاره د نواز شريف د حکومت د ملاتړ اعلان کړى.

د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي له نواز شريف څخه د پاکستان د سياسي ګوندونو ملاتړ ته په اشاره وايي، چې عمران خان د خپل وروستي نه بدلېدونکي دريځ له امله په سياسي ډګر کې يوازې پاتې شوى، چې دا به يې سياسي ژوند ته زيان ورسوي.
د سياسي چارو څارونکي حسن خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" عمران خان چې کوم دى هغه يواځې پاتې دى، د شروع نه عمران خان داسې موقف اختيار کړى و، چې دا به يواځې پاتې کېده. د هغې وجه دا ده، چې عمران لکه بلکل هغه لاره نه ده پرېښي او داسې دريځ يې خپل کړى، چې په هغې کې يې بيخي د خبرو ګنجايش نه دى پرېښى. دې همدا يوه خبره ده، چې نواز شريف به استعفا ورکوي. نو هغه کېدى نه شي. نو اوس چې ده کوم پوزيشن اخيستى، هغه سياسي پوزيشن نه دى، دا د هغه د نواز شريف پر خلاف ذاتي پوزيشن دى، په دې بنا باندې دا راوتى او دا د هغه د ذات مسئله ده. بل په دې باندې ټولو ګوندونو جرګه وکړه، جماعت اسلامي، متحده قومي موومنټ ټول ورته راغلل، خو ده د چا ونه منله."

حسن خان زياته کړه، چې په اسلام اباد کې روانو مظاهرو او لاريونونو د پاکستان اقتصاد ته ستر زيان اړولى او که چيرې دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ښايي وضعيت لا خراب شي.

د يادونې وړ ده، چې د روان مياشت په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ نښتې هم شوې وې، چې په ترڅ کې يې ٣ کسان مړه او د پوليسو په ګډون پکې تر ٤٠٠ زيات ټپيان شوي وو.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG