د لاسرسي ځای

د پاکستان تر واک لاندې کشمير، شمالي علاقو او په پنجاب صوبه کې د تيزو بارانو او سيلاوونو له وجي د مړو شمير دوه سوه څلور شپیته ته رسېدلۍ دی.

د پاکستان قدرتي افتونو ملي د نظم اداره وايي، د پنجاب چناب درياب سيلابي اوبه د ملتان ښار پر لور رواني دي.

د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن په وينا د چناب درياب شاوخوا پنځه نوي فيصده سيمې خالي کړل شوې دي.

د پنجاب کابينه کميټۍ غړو د پنجشنبې پر ورځ په خبري کانفرنس کې وويل چې په صوبه کې سیلاوونو او بارانونو اتلس لکه کسان متاثره کړي دي.

XS
SM
MD
LG