د لاسرسي ځای

اورکزو ایجنسۍ په کلايي سیمه کې له برېښناکوټ «بجلۍ ګريډ سټېشن» سره نژدې یوه بمی چاودنه شوې ده چې پکې انتظامي چارواکو له مخې د برېښنا کوټ ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.

یو انتظامي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې په دغه چاودنه کې چې نن «جمعې ورځ» خواشا ۱۱بجې شوې، د برېښناکوټ دیوال او ورونو ته لږ زیان اوښتی خو مشینونه خوندي ده.

کلایه سیمه په کوزه اورکزو اېجنسۍ کې یوه حساسه علاقه ده چې پکې ګڼې سرکاري او غیر سرکاري ودانۍ دي.

XS
SM
MD
LG