د لاسرسي ځای

د امان کاسي مړی په ځانګړې الوتکه کې له کابله، کوټې ته ورسول شو


د پښتون سیاستوال ملک امان کاسي مړی د جمعې په ماسپښين د افغانستان حکومت په يوه خصوصي الوتکه کې له کابله و کوټې ته یووړ. پر دې مهال د هغه ګڼ پلويان د کوټې هوايي ډګر ته ورغلي ول.

د نوموړي د جنازې مراسم به نن ماځيګر «جمعې ورځ» په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزيي کوټه کې ترسره کېږي.

سیاستوال ملک امان کاسي د زیارت په ورځ په کابل کې د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه. نوموړی د افغانستان د سرحداتو او قبايلي چارو وزارت په بلنه د پښتنو او بلوڅو د ملي پيوستون ورځې په لمانځغونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی وو، او هم هلته یې د زړه دورې له کبله ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG