د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر حامد کرزی د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د پنجشنبې پر مازیګر د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.

د دې غونډې لومړي مراسم پرون (پنجشنبه) تر سره شول خو اصلي سرمشریزه نن (جمعه) په پام کې ده.

د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه خبر ورکوي چې ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې وینا وکړي او همداراز د دې سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

دا شان په بهرنيو چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزير هم په غونډه کې د ګډون لپاره پرون دوشنبې ته ورسيدی.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې مستقله غړي روس، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان دي او افغانستان له ایران، پاکستان، هند او منګولیا د څارونکو غړو حیثیت لري.

XS
SM
MD
LG