د لاسرسي ځای

د غني او عبدالله د ملاقات هڅې ناکامې شوي


په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت په اړه د بحث لپاره د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د ملاقات کوششونه ناکامه شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د امریکا او ملګروملتونو چارواکو یو ځل بیا هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان خبرو ته کېنوي څو د افغانستان د انتخاباتو لانجه حل کړي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وياند فضل االرحمن ارويا بيګاه مشال ريډيو ته وويل چې پر يوه نوې طرحې کار روان دی.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم بيا وايي، دا کوششونه ځکه ناکام شوي چې د سیال ټیم غوښتنې له قانونه لوړې وې.

له بلې خوا په کابل کې د امریکا سفیر وايي، هیله من دی چې د افغانستان سیاسي مشران به د خپلو خلکو د هیلو درناوی وکړي.

جېمزکنېنګهم پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د ترهګرو بریدونو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې همداراز وویل، افغان رهبرانو پر غاړه دا ذمه واري ده چې په افغانستان کې د افغان او امریکايي پوځیانو قربانیو ته په درنه سترګه وګوري.

XS
SM
MD
LG